تازه خبرونه

نن چارشنبه د فبرورۍ یوولسمه په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده

ګوټرش ویلي؛ هره نجلۍ باید وکولی شي په علم کې خپل راتلونکی وویني او هره ښځه باید وتوانېږي، چې په خپل علمي مسلک کې پرمختګ وکړي.

Published

on

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش له دې ورځې سره هممهاله د ښځو او نجونو لپاره په علومو کې د برابرو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

ګوټرش ویلي؛ هره نجلۍ باید وکولی شي په علم کې خپل راتلونکی وویني او هره ښځه باید وتوانېږي، چې په خپل علمي مسلک کې پرمختګ وکړي.

ګوټرش زیاته کړې؛ ښځې اوس هم د نړۍ د څېړونکو له درېیمې برخې څخه کمه برخه جوړوي او په پرمختللیو څانګو لکه مصنوعي ځیرکتیا او کوانټومي علومو کې د هغوی حضور ډېر محدود دی، چې په نړۍ کې د علمي پرمختګ او نوښت بهیر محدودوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي همداراز ویلي، چې سږکال د ښځو او نجونو د علومو نړیواله ورځ د مصنوعي ځیرکتیا، ټولنیزو علومو، STEM  او مالي برخو ترمنځ پر همغږۍ راڅرخیږي، چې جنسیتي خنډونه کم شي، د ښځو سټارټ‌اپونه پیاوړي او زده‌کړو او علمي فرصتونو ته لاسرسی د ټولو لپاره تضمین شي.

ګوټرش د ښځینه ساینسپوهانو نوی نسل هڅولی، چې په علمي ډګر کې فعاله ونډه واخلي.

دغه راز په افغانستان کې اروپايي ټولنې هم ویلي، چې افغان ښځې، له نرسانو او قابلو څخه تر څېړونکو پورې؛ د ټولنې په روغتیا او هوساینې کې بنسټیز رول لوبوي.

اروپایي ټولنې ډاډ څرګند کړی، چې ښځې باید له ساینس او ​​پرمختګ برخمنې وي او د ټولو لپاره د زده‌کړې ملاتړ به روان وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي؛ دا ورځ په داسې وخت کې راځي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو د زده‌کړې له بندیز څخه ۱۶۰۷ ورځې تېرې شوې دي.

Trending

Exit mobile version