نړۍ
نهه تاجکان د سرو زرو او پیسو د قاچاق پر تور ونیول شول
د تاجکستان یوې محکمې نهه تاجکان له دوشنبې څخه دوبۍ او استانبول ته د سرو زرو او پیسو د قاچاق پر تور پر بند محکوم کړي دي.
د آزادۍ راډیو ګندهارا خبر ورکوي، چې د دوشنبي ښار محکمې ویلي؛ دغه کسان، چې ټول تاجک وګړي دي – د اپریل پر ۲۰ له دوه څخه تر ۵ کلونو او یونیم کال بند محکوم شول.
له دغو کسانو څخه پېنځه یې، چې دندې یې پر ګوته شوې ندي؛ د تاجک او افغانستان له پولې څخه دوشنبې او بیا بهرنیو هېوادونو ته د نغدو پیسو او سرو زرو د قاچاق پر تور محکوم شوي دي.
د ګندهارا د څرګندونو له مخې؛ څلور نور( درې سرحدي ساتونکي او یو پولیس افسر) د قاچاق وړونکیو سره د مرستې پر تور تورن پېژندل شوي دي.
د تورنو مدافع وکیلانو سمدلاسه پدې اړه څه ندي ویلي؛ خو د کورنۍ ګڼو غړیو د اپریل پر ۲۴ د نوم د نه ښودلو پر شرط آزادۍ راډیو ته څرګنده کړې، چې دوی د احکامو د استناف غوښتنه نکوي.
محکمې په ډآګه کړې؛ څېړنې ښیي، چې دې ډلې د تېر کال د سپتمبر له لومړیو د نومبر تر نیمایي پورې یو اعشاریه ۴ ټنه ټنه طلا او له ۱۰۰ میلیون ډالرو ډېرې پیسې یې قاچاق کړي دي.
د ګندهارا د څرګندونو له مخې؛ دغو کسانو له دوشنبې څخه متحده عربي اماراتو او ترکیې ته د جعلي اسناد پر کارولو دا توکي لېږدولي دي.
تاجکي چارواکو ویلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال د نومبر پر ۱۴ تاجک چارواکو د دوشنبي په هوایي ډګر کې له قاچاقبرانو څخه ۹۰ کیلوګرامه سره زر اونږدې ۱۵ میلیون ډالر نغدې پیسې کشف او ضبط کړې.