1393ټاكنې
نهه حذف شويو كانديدانو، له نوماند هدايت امين ارسلا ملاتړ اعلان كړ
د ولسمشرۍ د كانديدانو تر منځ د ټاكنيزو مبارزو د پيل په درشل كې له كانديدانو د ملاتړ ډلبندۍ مخ په جوړيدو دي.
د ولسمشرۍ د كانديدانو له وروستي نوملړه حذف شويو نهه كسانو د ولسمشرۍ له كانديد هدايت امين ارسلا څخه ملاتړ وښود.
دغو كسانو ويل، چې ښاغلى ارسلا له بحران څخه د افغانستان د ژغورنې لپاره ښې كړنلارې لري؛ نو، ځكه يې خپل ملاتړ ورڅخه څرگند كړ.
د ولسمشريزو ټاكنو كانديد هدايت امين ارسلا وايي:
د خلكو د ملاتړ او باور له مخې، كه ولسمشر شي؛ نو د افغانستان اقتصاد به د مافيا له منگولو وژغورل شي.
دغه راز بشري حقونو ته درناوى او له اداري فساد سره مبارزه او نورې ژمنې دي، چې ښاغلي ارسلا پرې ټينگار وكړ.
د ولسمشرۍ يوې څوكۍ ته يوولس كسانو ځانونه نوماند كړي او دغه څوكۍ ته د رسيدو لپاره په خپلو كي سره سيالي كوي، چې د ولس رايه خپله او دې څوكي ته ځانونه ورسوي.
دا، چي له ولسمشر كيدو وروسته به څوك پخپلو ژمنو وفا وكړي هغه پوښتنه ده، چي وخت يي ځواب وركولي شي.