1393ټاكنې

نه درغلي كوو او نه هم درغلي منو-اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ د دوه يم پړاو ټاكنو نوماند داكتر اشرف غني احمدزى وايي، ټيم به يې شېبه په شېبه د رايې اچونې بهير وڅاري.

مريم حيدرى گزارش وركوي، چې داكتر اشرف غني احمدزي په حبيبيې ليسه كې له خپلو پلويانو سره خلك وهڅول، چې د يوې غوره راتلونكې د جوړولو لپاره د رايو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلى احمدزى وايي، د رايي وركولو له بهير څخه څارنې ته لازم چمتو والى نيول شوى دى.

ده وويل، د ټاكنو دې پړاو كې درغلي د زغم وړ نه ده.

د ولسمشرۍ دا نوماند امنيتي ځواكونو ته خبردارى وركوي، چې په دې بهير كې بې پرې پاتې شي، له دې پرته به تر تعقيب لاندې راشي.

دا لومړى ځل دى، چې افغانان د ولسمشرۍ دوه يم پړاو ټاكنې تجربه كوي.

دوى له دې تجربې څخه د مثبتې پايلې د تر لاسه كولو لپاره يو ځل بيا د رايو صندوقونو ته ولاړل او خپلې گوتې يي د روښانه او ځليدونكي افغانستان په هيله رنگ كړې.

Trending

Exit mobile version