سیمه ییز خبرونه
نواز شریف: امريكا كولاى شي د خپلو پوځي تجهيزاتو د ايستلو لپاره د پاكستان خاوره وكاروي
د پاكستان راتلونكې لومړي وزير له يو شمېر رسنيو سره په خبرو كې ويلي، چې پاكستان چمتو دې له افغانستان څخه د امريكايي سرتېرو د وتلو په برخه كې له امريكا سره همكاري وكړي.
د پاكستان راتلونكی لومړى وزير نواز شريف وایی:
مونږ خپل ملاتړ ته پراختيا وركووتر څو وپوهېږو، چې ټولې مسئلې په سمه توګه پر مخ ځي، امريكا كولاى شي له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو او پوځي تجهيزاتو د ايستلو لپاره د پاكستان خاوره وكاروي.
په همدې وخت كې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى ټينګار كوي، چې په هېواد كې د ثبات د ټينګښت لپاره پاكستان بايد د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې خپلې كړى ژمنې پلې كړي.
په همدې حال كې سياسي كارپوه احمد سعيدي د پاكستان دغه څرګندونې د اوږد مهال لپاره له امريكا څخه د پاكستان باج اخيستنه بولي او زياتوي، چې له افغانستان څخه د بهرنيو سرتېرو په وتلو سره پاكستان د افغانستان په كورنيو چارو كې د لاسوهنې زمينه تر لاسه كوي.
د افغانستان په كورنيو چارو كې د پاكستان لاسوهنه په كراتو د دواړو هېوادونو تر مېنځ د كړكېج لامل ګرځېدلې ده.
په دې ورستيو چې په پوله كې وسله والې نښتې او د افغانستان په سرحدي سيمو د پاكستان له خوا د توغنديو بريدونه د دغه كړكېج د زياتېدلو لامل ګرځېدلى دى.