سیمه ییز خبرونه

نواز شریف: د افغانستان د سولې لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر وايي، د افغانستان او پاکستان له ګډې همکارۍ پرته په افغانستان او پاکستان کې سوله او ثبات نه شي راتلای.

ښاغلي كرزي پاكستان د سفر په ترڅ كې د پاكستان له لومړي وزير نواز شريف څخه وغوښتل، چې په ګډه له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکاري وکړي.

ولسمشر هيله وښوده، چې  پاکستان د افغانستان د سولې د عالي شورا او افغان طالبانو تر منځ د خبرو زمينه برابره کړي.

د پاكستان لومړي وزير نواز شريف وويل، چې تر ۲۰۱۴ وروسته به د افغانستان لپاره سخت کلونه وي، خو زياته يې کړه، چې په افغانستان کې سوله او ثبات ته هيله من دى.

د پاکستان لومړي وزير نوازشريف زياته كړه، چې د افغانستان د سولې لپاره به له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او تر خپلې وسې به ورسره مرسته وکړي.

همدارنګه اسلام اباد ته د ولسمشر حامد كرزي د سفر په اړه غبرګونونه يو شان نه دي. ځينې د پاكستان د لاسوهنې دوام ته په پام د ښاغلي كرزي سفر بې لاسته راوړنې ګڼي، خو يو شمېر نور وايي، پر پاكستان د امريكا او لوېديځ وروستيو فشارونو ته په پام تمه كېږي، چې پاكستان دا ځل همكارۍ ته چمتو شي.

افغان دولت تل پاكستان په افغانستان كې له ترهګرۍ سره په ملاتړ تورن كړى او كابل په دې اند دى، چې د ترهګرۍ اصلي ځالې په پاكستان كې دي او د پاكستان استخباراتي سازمان دا مركزونه رهبري كوي.

په افغانستان کې ځينې سياستوال پاكستان ته د حامد كرزي سفر په اړه چندان ډاډمن نه دي.

دا د نوازشريف په مشرۍ د پاكستان له نوي حكومت سره د ښاغلي كرزي لومړى كتنه ده، حامد كرزي ويلي، د پاكستان لومړي وزير په افغانستان كې د ثبات او سولې له پاره ښه نيت لري كه څه هم هغه تر دې سفر مخكې هغه ويلي، چې هيله من دى، خو ډاډمن نه.

په ورته وخت كې د كابل پوهنتون استاد موسى فريور وايي، په اوسني شرايطو كې پاكستان ډېرد سوداګريزو فرصتونو او سوداګريزو لارو د موندلو په لټه كې دى.

خو د افغانستان او سيمې اوسني وضعيت ته په پام سره بايد وكتل شي، چې پاكستان له افغانستان سره د عملي همكارۍ په برخه كې څه ځواب ووايي.

Trending

Exit mobile version