سیمه ییز خبرونه

نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته

Published

on

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د شنبې پر ورځ (د زمري اتمه) د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز څانګې مشرۍ ته یو ځل بیا غوره شو.

هغه وروستی ځل په ۲۰۱۷ کې د ګوند مشري وکړه؛ خو د فساد پر تور له تورنېدو وروسته استعفا ته اړ شو.

مسلم ليګ ن د روان کال د فبرورۍ پر اتمه نېټه په ملي ټولټاکنو کې واک ته ورسېد. د نواز شریف ورور شهباز شریف اوس د پاکستان د ائتلافي حکومت مشر دی او پخپله د پارلمان غړی دی.

نواز شریف په ۲۰۱۷ ز. کال کې د لومړي وزیر په توګه له دندې هغه وخت ګوښه شو، چې سترې محکمې هغه د مالي دارایۍ د پټولو له کبله له هر ډول دولتي کار څخه منع اعلان کړ؛ خو شریف دا تور ردوي.

په ۲۰۲۳ کې د محکومیت او د بند سزا له لغو کېدو سره؛ نواز شریف ته اجازه ورکړ شوه، چې یو ځل بیا حکومتي یا ګوندي چوکیو کې کار وکړي.

شریف د روان کال په اوکټوبر کې د لندن له ځاني تبعید وروسته پاکستان ته راستون شو. نوموړی په ۲۰۱۹ کال کې د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د درملنې لپاره لندن ته تللی و.

عمران خان په ۲۰۲۲ کال کې په پارلمان کې د نه باور د رایې له کبله له واکه لرې شو او د بند موده تېروي.

Trending

Exit mobile version