Connect with us

سوداگري

نورالدین عزیزي د افغانستان او هند د تجارتي همکاریو غوښتنه وکړه

په دې سفر کې نورالدین عزیزي د ګډون کوونکو شرکتونو له استازو سره ولیدل او د دوی د فعالیتونو، محصولاتو او لاسته راوړنو په اړه یې له نږدې معلومات ترلاسه کړل.

خپور شوی

د

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته د خپل رسمي سفر پر مهال په نوي ډیلي کې له پراګتي میدان نړیوال نندارتون او افغان شرکتونو ځانګړو غرفو څخه لیدنه وکړه.

په دې سفر کې نورالدین عزیزي د ګډون کوونکو شرکتونو له استازو سره ولیدل او د دوی د فعالیتونو، محصولاتو او لاسته راوړنو په اړه یې له نږدې معلومات ترلاسه کړل.

د دې لیدنو په لړ کې افغان سوداګرو له سوداګریزو فرصتونو څخه د رضایت څرګندولو ترڅنګ د ځینو  ننګونو او ستونزو؛ په ځانګړي توګه په بانکدارۍ، ګمرکونو او مقرراتي سکټورونو کې یادونه وکړه او د ډېرو نورو همکاریو او آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتونکي شول.

د دغو اندېښنو له اورېدا وروسته د صنایعو او سوداګرۍ وزیر دوی ته ډاډ ورکړ، چې راپورته شوې مسلې به له هندي چارواکو سره شریکې او د حل لپاره به یې اړین ګامونه پورته کړي.

عزیزي د هند د سوداګریزې پراختیا ټولنې له مشرتابه سره، چې د دې نندارتون ترسره کوونکی هم دی؛ یوه ځانګړې ناسته تر سره کړې ده.

د دغې لیدنې پر مهال په کابل او نوي ډیلي کې د افغان- هند د ګډو نندارتونونو پر جوړولو، د افغان شرکتونو لپاره غرفو ځانګړي کولو، د افغان سوداګرو لپاره ویزې آسانه کولو او په نړیوالو پروګرامونو کې د افغانستان سوداګریز حضور پیاوړتیا ټینګار وشو.

دا لیدنه د اسلامي امارت د هغو هڅو یوه برخه ګڼل کیږي، چې پر سیمه‌ییزه کچه د افغانستان سوداګریز دریځ پیاوړی او له هند سره اقتصادي همکارۍ ته وده ورکوي.

سوداگري

افغان او روسي چارواکو د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په دې لیدنه کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دواړو لوریو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو، چلیابینڅک ولایت ته د افغانستان د توکو پر صادراتو، افغانستان ته د روسیې د ماشین‌ا‌لاتو او نوې ټکنالوژۍ پر واردولو او بانکي راکړو ورکړو خبرې شوې دي.

Published

on

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د روسیې د چلیابینڅک ولایت د نړیوالو او سیمه‌ییزو همکاریو له وزیر نیکیتا کورنیینکو او مل پلاوي سره لیدلي دي.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په دې لیدنه کې د اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دواړو لوریو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ پر رامنځته کولو، چلیابینڅک ولایت ته د افغانستان د توکو پر صادراتو، افغانستان ته د روسیې د ماشین‌ا‌لاتو او نوې ټکنالوژۍ پر واردولو او بانکي راکړو ورکړو خبرې شوې دي.

نورالدین عزیزي روسیې ته د افغانستان د صادراتو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي:« چمتو یو، چې په افغانستان کې د روسي توکو د وړاندې کولو لپاره یو مرکز او همدارنګه په دې ولایت کې د افغان توکو د وړاندې کولو لپاره یو بازار جوړ کړو.»

د چلیابینڅک ولایت د نړیوالو او سیمه‌ییزو همکاریو وزیر هم له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ د اسلامي امارت او خصوصي سکټور د استازو په ګډون له پلاوي هرکلی کړی او بلنه یې ورکړې، چې د دواړو لوریو د سوداګرو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره دې ولایت ته سفر وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، دواړو لوریو دا لیدنه ګټوره وبلله او د افغانستان او روسیې ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

Continue Reading

سوداگري

افغان او ازبک چارواکو د ۲۶۷ میلیون ډالرو پر ارزښت ۲۰ سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

دغه هوکړه‌لیکونه په کابل کې د افغانستان او قشقه‌دریا د خصوصي سکټورونو د غړیو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په کنفرانس کې لاسلیک شول.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي؛ د افغانستان او ازبکستان په سوداګریزه ناسته کې د قشقه‌دریا ولایت د سوداګرو او خصوصي سکټور د غړیو ترمنځ د ۲۶۷ میلیونه ډالرو پر ارزښت ۲۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

دغه هوکړه‌لیکونه په کابل کې د افغانستان او قشقه‌دریا د خصوصي سکټورونو د غړیو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په کنفرانس کې لاسلیک شول.

په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو، د قشقه‌دریا ولایت مسوولانو، په کابل کې د ازبکستان سفیر او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد ویلي، د دواړو هېوادونو د پلاوو له سفرونو وروسته د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې او د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.

هغه د سوداګریزو او ټرانزیټي چارو د آسانه کولو او د شته خنډونو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه څرګندوي،  چې افغانستان چمتو دی؛ له ازبکستان سره د دغه هېواد له لارې د خپلو صادراتي توکو د لېږد په اړه خبرې وکړي.

د قشقه‌دریا مرستیال والي شهرت مرادوف هم ویلي، چې دغه ولایت له افغانستان سره د سوداګریزو او صنعتي همکاریو پراختیا او د افغان پلاوو او سوداګرو کوربتوب ته چمتو دی.

دغه هوکړه‌لیکونه د خوراکي توکو، ټوکر، ودانیزو چارو، مالدارۍ، برښنايي وسایلو او فرنیچر په برخو کې لاسلیک شوي دي.

Continue Reading

سوداگري

په کابل کې د سرو زرو او زرګرۍ د صنعت لومړنی درې ورځنی نندارتون جوړ شو

په دې نندارتون کې د هېواد د زرګرۍ صنعت بېلابېل تولیدات، د سرو زرو او ګاڼو نوي ډیزاینونه او د کورنیو زرګرانو هنري وړتیاوې نندارې ته وړاندې شوې دي. نندارتون د زمري له درېیمې څخه تر پېنځمې پورې د ګلبهار سنټر په درېیم تالار کې جوړ شوی دی.

Published

on

نن سېشنبه( د وږي درېیمه ) د کابل ګلبهار سنټر په درېیم تالار کې د افغانستان د سرو زرو او زرګرۍ د صنعت د پیاوړتیا پر موخه د دغه هېواد د زرګرۍ د صنعت لومړنی ځانګړی درې ورځنی نندارتون جوړ شو.

په دې نندارتون کې د هېواد د زرګرۍ صنعت بېلابېل تولیدات، د سرو زرو او ګاڼو نوي ډیزاینونه او د کورنیو زرګرانو هنري وړتیاوې نندارې ته وړاندې شوې دي. نندارتون د زمري له درېیمې څخه تر پېنځمې پورې د ګلبهار سنټر په درېیم تالار کې جوړ شوی دی.

د دغه نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو او د هېواد د زرګرۍ صنعت د وړتیاوو څرګندول، د صنعتکارانو، پانګه‌والو او سوداګرو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول او د دې صنعت لپاره د نویو سوداګریزو فرصتونو رامنځته کول دي.

 افغانستان د زرګرۍ په برخه کې د پام وړ وړتیاوې لري او د کورنیو تولیداتو پراختیا او بهرنیو بازارونو ته یې رسول کولی شي د کارموندنې، پانګونې او اقتصادي ودې لپاره نوې لارې پرانیزي.

د نندارتون جوړېدل د افغانستان د زرګرۍ صنعت لپاره یو نوی ګام بلل کېږي؛ ځکه، له دې مخکې په هېواد کې بېلابېل سوداګریز او صنعتي نندارتونونه جوړ شوي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې په ځانګړې توګه د سرو زرو او زرګرۍ صنعت ته ځانګړی نندارتون جوړېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!