سیمه ییز خبرونه
نورستان به د هوا په توديدو له ستونزو سره مخ شي
مسوولان
د نورستان چارواكي وايي:
وسله وال مخالفين غواړي د آى اس آى په همكارۍ په راروان اوړي كې وسله وال فعاليتونه زيات كړي.
د نورستان والي وايي:
په دغه ولايت كې شته امنيتي ځواكونه د دې گواښونو له پاره كافي نه دي.
د نورستان والي تميم نورستاني وايي:
د رارسيدلومعلوماتو له مخي د دولت وسلوال مخالفين د پاكستان د استخبارتو په مرسته غواړي ، چې په دغه ولايت كې يو ځل بيا د ځينو سيمو د نيولو په موخه بريدونه وكړي.
نورستاني زياتوي:
وسله وال طالبان يو ځل بيا د برگيمټال او كامديش ولسواليو د نيولو هوډ لري او په دې اړه يې افغان چارواكو او ناټو ته خبرهم وركړى، خو دوى پرې غوږ نه دى گرولى.
د نورستان والي وايي:
په دغه ولايت كې ملي اردو ۱۹۴ سرتېري لري، چې په هيڅ صورت كافي نه دي. په داسې حال كې، چې د كورنيو چارو وزارت د دغه ولايت په امنيتي ستونزو خبردي، خو بيا يې هم د پوليسو تشكيل كم كړى دى.
نوموړي وايي وسله وال مخالفين هڅه كوي، چې د نورستان په ناامنه كولو، كونړ او كاپيسا ته هم خپل لاسونه وغزوي.
نورستان هغه غرنى ولايت، چې په تېرو څو كلونو كې ترې هركله د وسله والو طالبانو د بريدونو او حتا د ولسواليو د نيولو خبرونه خپاره شوي دي.