تازه خبرونه
نورستان ته د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو تګ راتګ ډېرشوی
د نورستان والي ویلي؛ له هغې وروسته، چې نورستان ملي پارک ونومول شو، هره ورځ ګڼشمېر بهرني او کورني ګرځندویان له دې ولایت لیدنې کوي.
د نورستان طبیعي ښکلا ده، چې دا ولایت د ژوند او چاپېریال ساتنې ملي ادارې لخوا د ملي پارک په نوم ونومول شو. په ختیځو ولایتونو کې د نورستان مرکز پارون په پرتلیز ډول امن دی. له هغې وروسته، چې نورستان درېیم ملي پارک اعلان شو؛ زرګونه کورني او بهرني ګرځندویان له دې ولایت لیدنه کوي. د نورستان والي عبدالغفور ملکزي ویلي، نورستان ته د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو د تګ راتګ په شمېر کې دېروالی راغلی دی او له همددې کبله د رستورانتونو او د اوسېدنې د ځایونو له کمښت سره مخ شوی دی.
د نورستان امنیه قومندان محمد صابر د ګرځندویانو د امنیت ساتنې ډاډ ورکوي او وایي؛ د نورو ولایتونو په تناسب د نورستان امنیت ښه دی، مرکز پارون او ور ته ورتلونکې لارې خوندي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ګرځندویانو د امنیت ساتنې لپاره ډاډمنې هڅې روانې دي.
د نورستان اوسېدونکي وایي، پر ملي پارک د دې ولایت له نومولو سره دا ګټه وشوه، چې ځنګلونه، تاریخي آثار او وحشي حیوانات یې ښه وساتل شي او مونږ له خپلو هېوادوالو غواړو، چې نورستان ته راشي.