تازه خبرونه
نور به امنیتي ځواکونه له هوایي له ملاتړه برخمن وي-غني
هوایی ځواکونو د پنجشنبې په ورځ(د سلواغې ۲۲) په جنگي چورلکو او الوتکو د کابل پر آسمان مانور وکړ.
په داسې حال کې، چې افغان ځواکونه تېر میلادي کال له زیاتو ننگونو سره مخ ول. اوس هوایی ځواکونه د ځمکنیو ځواکونو د ملاتړ لپاره تجهیز شوي دي.
ولسمشر غني په دې غونډه کې یو ځل بیا د سولې په اړه خبرې وکړې او په ډاگه یي کړه، چې جگړه د خلکو غوښتنه نه ده او خلک د سولې له پاره هڅه کوي؛ خو په جنگ کي د ملي ځواکونو لاسته راوړنې به د سیاست په ډگر کې خوندي وي.
د هوایی ځواکونو قومندان عبدالوهاب وردگوایي، دا مهال په هېواد کې څلور مجهزې هوایي لواوې لرو، چې دوه یې په کابل کې دي، یوه یې په کندهار او بله یې د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې ده.
د دغو مراسمو په پای کې، چې لوړپوړیو دفاعي او امنیتي چارواکو، بهرنیو ځواکونو او افغان پیلوتانو په کې حضور درلود، چورلکو او جنگي الوتکو نمایشي پروازونه وکړل.