تازه خبرونه

نور به هیڅ افغان له پاکستان څخه په جبري توګه ونه ایستل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په پاکستان کې د هغو کډوالو لپاره د ۲۰۱۷ کال تر پایه د اوسیدو اجازه ورکړشوه، چې په هغه هېواد کې د استوګنې قانوني کارتونه لري.  

 اجرائیه ریاست وایي، د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پرېکړې له مخې، د یو اعشاریه درې میلیون افغانانو  کارتونه د ۲۰۱۷ کال تر پایه د اعتبار وړ دي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وایي، له پاکستان  څخه به یو افغان هم په زور ونه ایستل شي. هرستنیدونکی افغان کولی شي په خپله خوښه هېواد ته ستون شي.       

په روان کال کې له دې هېواد څخه ډېرافغانان په جبري توګه وویستل شول، داسې اندېښنې دي، چې دا کیسه بیا تکرار نه شي.

جاوید فیصل دا هم په ډاګه کړې، چې د افغان مهاجرینو اوسیدنه په دې هېواد کې د ۲۰۱۷ کال تر پایه غزول شوې او هغه کډوال ، چې له راجستر پاتې دي باید خپله نوملیکنه پیل کړي.   

د پاکستان حکومت په وروستۍ درې اړخیزه غونډه کې ژمنه کړې، چې افغان سوداګرو او محصلانو ته به هم  ویزې ورکړشي.

خبریال: شفیع کریمي

Trending

Exit mobile version