بی بی سی پښتو

نور جهان؛ چې په ۱۸ کلنۍ کې د ترنم ملکه شوه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۸, ۱۳۹۹)
BBC
  • عقیل عباس جعفري
  • تاریخپوه او څېړونکی

د هند او پاکستان د فلمي صنعت ډېر کسان د دوی د مینوالو له خوا په نورو نومونو یادېږي.

لکه نسیم بانو ته پري چهره، روشن بېګم ته د موسیقي ملکه، علاوالدین ته د عوامي اداکار، راګني ته اهو چشم نوم ور کړل شوی دی.

د ترنم ملکه نوم نور جهان ته ور کړل شوی دی.

له نن ټیک ۷۵ کاله مخکې د ۱۹۴۵ کال د جون پر ۲۵ د یوه فلم اشتهار خپور شو چې پکې د نور جهان له نوم مخکې د ترنم ملکه هم لیکل شوي و.

الله وسايي څنګه بي بي نور جهان شوه؟

نور جهان د ۱۹۲۶ کال د سپټمبر پر ۲۱ د پنجاب قصورولسوالۍ کې زېږېدلې، نوم یې الله وسايي و او څلور کلنۍ کې خپل کورني استاد غلام محمد ته د موسیقي زدکړو لپاره وسپارل شوه.

۷ کلنۍ کې یې دا هنر دومره پوخ کړ چې له خپلې مشرې خور عیدن او تره زوی حیدر سره پر لوبیځ یا سټېج سندرو ته ودرېده.

په اته یا نهه کلنۍ کې له کورنۍ سره لاهور ته لاړل او هلته یې پر سټېج سندرې پیل کړې او هم د جي اې چشتي په څېر استاد لارښوونو د نوموړې غږ لا نور سندریز کړ.

لاهور کې تر بري وروسته د کلکتې په لاور وخوځېده او دا داسې وخت و چې کلکته کې مختار بېګم ته توتي نوم ور کړل شوی و.

کورنۍ یې ځان تر مختار بېګم ورساوه او هغې هم د دې خویندو غږونه خوښ شول او په سپارښتنه یې ډي مهرا فلم کمپنۍ کې دنده ور کړل شوه.

* امریکايي نڅاګره چې افغان نڅا یې زړه وړی

* فریده: د جنسي غلامۍ فلم کې مې ولې رول ولوباوه؟

دې کمپنۍ کې د الله سايي نوم بي بي نور جهان شو، خو عیدن او حیدر په خپلو نومونو یادېدل.

نور جهان څو فلمونو کې سندرې وویلې، خو ګل بکاولي فلم کې سندرو سره ډېره مشهوره شوه.

پر ۱۹۳۹ کال چې دا فلم خپور شو نو د پنجاب ماشومان هم د نور جهان له نوم سره اشنا و.

نوموړې له دې وروسته په خاندان فلم کې ډېرې سندرې وویلې او د دې فلم یوه اشهار کې د نغمو راني وبلل شوه.

له خاندان وروسته یې دوه دریو کلونو کې په څو فلمونو- نوکر، دهايي، نادان، دوست او لال حوېلي- کې د سندرغاړې او هنرمنې په توګه رول ولوباوه.

څنګه د ترنم ملکه شوه؟

د فلمونو د مینوالو په تېره د نورجهان د پلویانو سره به دا پوښتنه وي چې څنګه د ترنم ملکه شوه او چا دا نوم ور کړ؟

له نن ۷۵ کاله مخکې د ۱۹۴۵ کال د جون په ۲۵ د یوه فلم (بڑی ماں) اشتهار کې د نور جهان له نوم مخکې د ترنم ملکه لیکلي و.

ضیا سرحدي دا اعلان لیکلی و او نورجهان ته د دې نوم ور کولو ویاړ هم ده ته رسېږي.

که څه هم د نوموړې په هکله څو کتابونو او لیکنو کې ویل شوي چې پر ۱۹۶۵ کال د هند او پاکستان له جګړې وروسته د پاکستان د هغه وخت ولسمشر ایوب خان دا نوم ور کړی دی، خو د زخمي کانپوري د څېړنې له مخې نوموړې ته دا نوم د هغې مینوالو د انتظار فلم د سندرو له امله ور کړی دی.

خو د (بڑی ماں) له اعلانونو دا خبره جوتېږي چې نور جهان ته اتلس کلنۍ کې د ملکه ترنم نوم ور کړل شوی دی.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته نوموړې (چن وې) کې پر رول لوبولو سر بېره د دې فلم لارښوونه هم وکړه.

وروسته یې هم د پاټې خان، انتظار، کوېل او څو نورو فلمونو کې کار وکړ، خو بیا یې یوازې سندرې ویلې.

نوموړې ۹۹۵ فلمونو ته سندرې ویلې او وروستی فلم هم (ګبرو پنجاب دا) دی چې سندرې ورته ویلې او پر ۲۰۰۰ کال خپور شو.

نوموړې د همغه کال د ډيسمبر پر ۲۰ مړه او کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

Trending

Exit mobile version