تازه خبرونه
نور د حکومت په ځینو کړنو نیوکه وکړه
د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور له رویټرز آژانس سره مرکه کې ویلي چې، ولسمشر او اجرایي رییس یې په دې خبر کړي وو چې وسلوال مخالفین غواړي د جګړې جغرافیه بدله کړي، خو د ده په وینا، هغوي په دې برخه کې اقدام ونه کړ.
نوموړي ویلي چې د ملي یووالي د حکومت په مشرتابه او د دواړو مشرانو تر منځ ستونزې شتون لري.
ښاغلی نور د ملي دفاع وزارت لپاره د معصوم ستانکزي پر کاندیدولو هم نیوکه کوي او وایي، دا یوه تیروتنه وه.
د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور له رویټرز آژانس سره مرکه کې ویلي چې، له وړاندې یې ولسمشر او اجرایی رییس په دې خبر کړي وو چې وسلوال مخالفین غواړي د جګړې جغرافیه بدله کړي،
دی وایی که دې مسالې ته پام ونه شي نو د ولس او مجاهدینو بسیج به غوره ټاکنه وي.
د بلخ سرپرست والي عطا محمد مخکې له دې هم په دې پریکړې نیوکه کړې وه؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ یې په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.
د بلخ سرپرست والي وایي، د امنیتي ځواکونو له تجهیز او تمویل ملاتړ کوي او د اړتیا په صورت کې مجاهدین هم کولای شي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې جذب شي.