سیمه ییز خبرونه
نور له ښاغلي كرزي سره د امنيتي تړون لاسليك ته ليواله نه یو
د امريكا د مشرانو جرګې د دفاعي جرګه ګۍ رئيس ويلي، چې نور دوى له افغان ولسمشر حامد كرزي سره د امنيتي تړون په اړوند د خبرو ليوالتيا نلري. د هغه په وېنا امريكا غواړي د كابل واشنګټن امنيتي تړون له راتلونكي افغان ولسمشر سره لاسليك كړو.
د افغانستان او امريكا ترمنځ امنيتي تړون په يوه جنجالي موضوع اوښتى دى. امريكايي چارواكي له افغان ولسمشر حامد كرزي سره د امنيتي تړون پر سر له ناندريو ستړي شوي دي.
د امريكا د مشرانو جرګې د دفاعي چارو د جرګه ګۍ رئيس كارل ليون په تازه څرګندونو كې ويلي، چې دوى نور له ښاغلي كرزي سره د امنيتي تړون لاسليك ته ليواله نه دي او غواړي دا تړون له راتلونكي افغان ولسمشر سره لاسليك كړي.
كارل ليون زیاتوي، مونږ به پر ټولو انتخابونو غور كوو. له راتلونكي افغان ولسمشر سره د تړون لاسليك ته په تمه پاتې كېدل مونږ او زمونږ ملګرو ته كافي فرصت راكوي، چې په افغانستان كې د واړه ماموريت لپاره پر پلان كار وكړو.
سیاسي کارپوهان طوفان وزيري او میاګل وثیق په دې باور دي، چې د افغان ولسمشر حامد كرزي وروستۍ تعرضي څرګندونو د تړون مسئله لا پسې پېچلې كړه او د كابل واشنګټن اړيكې يې سړې كړې.
كه څه هم، چې افغان حكومت هم امنيتي تړون د افغانستان په ګټه بولي، خو د لاسليك لپاره يې په خپلو شرايطو ټينګار كوي.