تازه خبرونه

نوماندان بايد خپلو ټاكنيزو مبارزو ته دوام وركړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند وايي، د ولسمشر حامد كرزي د لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم مړينه يوه ستره ضايعه ده؛ خو زياتوي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو نوماندان بايد خپلو ټاكنيزو مبارزو ته دوام وركړي.

په داسې حال كې، چې د ولسمشرۍ او ولسي شوراگانو د نوماندانو هڅې روانې دي؛ د ولسمشر د لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم مړينې د يكشنبې په ورځ(د كب ۱۸) كابل ولړزاوه. دغه پېښه د دې لامل شوه، چې افغان دولت د مارشال فهيم د درناوي لپاره درې ورځې ملي ماتم اعلام كړي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور د ټاكنو پر بهير د مارشال فهيم مړينه بې اغېزې نه گڼي؛ خو ټينگار كوي، چې د ټاكنو بهير دې روان وساتل شي.

مدني بنسټونه هم د خواخوږۍ څرگندونه كوي او وايي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو نوماندان وخت لري، چې خپلې ټاكنيزې هڅې روانې وساتي.

ويل كيږي، چې د ټاكنوحساسې بستې د افغانستان ۳۴ ولايتونو ته پخپل وخت ليږدول شوې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د كاركوونكيو د كار اوسنى وخت د راتلونكي كال د غبرگولي په لومړۍ نېټه پاى ته رسيږي؛ خو د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال فهيم څوكۍ له وخت مخكې تشه شوه.

Trending

Exit mobile version