تازه خبرونه
مارشال فهيم په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
د مارشال محمد قسیم فهیم د جنازې مراسم به سبا سې شنبه(د كب۲۰) په كابل كې ترسره شي.
د دې مراسمو د ترسره کولو عالي کمیسیون د فرهنگي جرگه گۍ مشر وايي، مارشال محمد قسيم فهيم په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي .
افغان حکومت وايلي، چې مارشال فهیم د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.
د عالي کمیسیون د فرهنگي کمیتې مشر مصدق خلیلي وايي:
د مارشال فهيم مړی د ښخولو لپاره د ده پلرني ټاټوبي پنجشېر ته نه وړل کېږي، بلکې ټاکل شوې، چې په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.
د مارشال فهیم د جنازې د مراسمو لپاره د عالي کمیسیون د فرهنگي کمیتې مشر مصدق خلیلي زياتوي، مخکې د پنجشېر په اړه ځیني نظریات ول؛ خو وروستۍ پرېکړه دا ده، چې دا مراسم په کابل کې ترسره کېږي او د فاتحې مراسم به هم له ښخولو یوه ورځ وروسته ترسره شي.
د يادونې وړ ده، چې د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې خبر پرون يكشنبه(د كب۱۸) په کابل کې خپور شو.