سیمه ییز خبرونه

نوماندان دې له ټاكنيزو كميسيونونو سره گډ كار وكړي- يانكوبيش

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د ملگرو ملتونو استازي يانكوبيش تمه ښودلې، چې په دوه يم پړاو ټاكنو كې به هم افغانان گډون وكړي.

ښاغلي يانكوبيش ويلي، د تېرو ټاكنو په پرتله د وري د شپاړسمې ټاكنې په ښه توگه تر سره شوې او په كار ده، چې په دوه يم پړاو كې د هغو ستونزو مخه هم ونيول شي، چې د وري د شپاړسمې نېټې په ټاكنو كې رامنځته شوي.

د نوموړي په وينا، د درغليو د مخنيوي لپاره دې نوماندان له ټاكنيزو كميسيونونو سره گډ كار وكړي.

د ملگرو ملتونو استازي يانكوبيش په ډاگه كړې، چې:

افغانان د خپلو ټاكنو افتخار لري. د وري د شپاړسمې نېټې ټاكنو پر تاوتريخوالي بريا پيدا كړه او له كانديدانو غواړم، چې دغو پايلو ته درناوى وكړي.

په كابل كې د امريكا سفير جيمز كننگهم د دوه هم پړاو ټاكنو پر شفافيت ټينگار كوي او وايي:

افغانان دوه يم پړاو ټاكنو ته اړتيا لري، چې بايد معتبرې، پراخې او شفافې وي. امريكا د افغانستان له ټاكنو ملاتړ كوي او هڅه كوي، چې د ټاكنو بهير او كړنلارې تقويه كړي.

په افغانستان كې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي يانكوبيش د ټاكنو له دواړو كميسيونو غوښتي، چې د تر لاسه كړيو تجربو پر بنسټ د دوه يم پړاو ټاكنو د شفافيت لپاره ډېرې هڅې وكړي.

ده د هغو كسانو د محاكمې غوښتنه كړې، چې په ټاكنو كې يې درغلۍ كړې دي.

Trending

Exit mobile version