تازه خبرونه

نوماندان د خپلو ټاکنیزو هڅو امنیت ته اندېښمن شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په کابل کې د ټاکنیز کمپاین پر یوه دفتر د وسلوالو ډله ییز برید یو شمېر نوماندان د خپلو ټاکنیزو هڅو امنیت ته اندېښمن شوي دي.

دولتي ځواکونه داسې ورځ نده، چې د طالبانو د ځپلو لپاره خپل رادار په هوایي بریدونو تنظیم نکړي. طالبانو هم د افغانستان په ځینو برخو او کابل پیچلي بریدونه تر سره کړي دي. دلته پوښتنه راولاړیږي، چې په تېرو لس ورځو کې پولیسو او ملي امنیت پر ترهګریزو بریدونو د تورنو کسانو له نیولو خبر نه دی ورکړی او نه یې هم ویلي، چې کومه چاودنه یې شنډه کړې ده.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان وایي؛ حکومت اړ دی، چې د ټاکنیزو ډلو او د هغوي د مبارزاتي مرکزونو امنیت خوندي کړي.

کارپوهان امنیتي بنسټونه د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې پر پاتې راتلو تورنوي؛ ځکه په وروستۍ اوونۍ کې کابل د درې خونړیو بریدونو په ګډون د څلور چاودنو لیدونکی دی.

دوی کشفي بنسټونه پر نیمګړتیاوو تورنوي؛ خو پولیس په دې اړه څه نه وایي.

پخوانی پوځي ظاهر عظیمي وایي، چې دولت په جګړه کې ښکېل شوی؛ کشفي بنسټونه نیمګړتیاوې لري او په کابل کې د وسلوالو بریدونو مخه نیولی  نشي.            

د امنیت او اعتدال ټاکنیزې ډلې دوه یم مرستیال مراد علي مراد  ویلي؛ حکومت او امنیتي بنسټونه مسوول دي، چې د دوی او ټاکنیزو مبارزو د مرکزونو د امنیت ساتنه وکړي.

هغه زیاته کړې، چې د ورته برید د تکرار مخه دې ونیول شي.

باور کیږي، چې د جګړې په میدانونو کې د امنیتي ځواکونو ښکېلتیا د دې سبب شوې، چې وسلوالو مخالفینو ته د ځانمرګو بریدونو او چاودنو لار اواره شي.

په کابل او ولایتونو کې له ځانمرګو بریدونو او چاودنو وروسته د خلکو عادي ژوند هم پڅ شوی او خلک له امنیتي بنسټونو ناخوښ دي.

Trending

Exit mobile version