تازه خبرونه
نوماندان هم د ټاکنو پر ورځ رای پایلو ته له لاسرسي برخمن دي- ټاکنو کمیسیون
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو پر ورځ د روڼتیا د خوندیتوب لپاره اته دېرش زره بایومتریک دستګاوې د رای ورکولو مرکزونو او محلونو ته لیږلي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین د دارالانشا رییس حببیب الرحمان ننګ وایي، د رای ورکولو له پایته رسیدو سره سم به د پایلو معلومات له بایومتریک دستګاوو څخه د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکزي سرور ته ولیږدول شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مرکزي سرور هر نوماند ته یو یوزر ځانګړی کړی او د خپلې ځانګړې پاڼې له لارې کولی شي په خپلې وبپاڼې کې د ټاکنو پایلې د ټاکنو پر ورځ پرته له لاسوهنو وویني او فورمې دانلود کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنې په نهه ویشت زره محلونو کې تر سره کیږي او او د ټاکنو خپلواک کمیسیون پېنځه زره اضافي دستګاوې د رای ورکولو مرکزونو او محلونو ته لیږلي، چې که نورې دستګاوې له کاره لویږي؛ هغه فعالې کړي.
ټاکنڅاري بیا اندېښمن دي، چې ښایي په دې خبرو عمل ونشي او بایومتریک دستګاوې ونه کارول شي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ غړی نعیم اصغري ویلي، باور نلري، چې بایوومتریک دستګاوې سمې وکارول شي.
هغه دا هم ویلي؛ فیفا ډاډه ده، چې دغه دستګاوې د افغانستان شرایطو او وضعیت ته په کتو ندي جوړې شوي او بده کارونه یې هم شونې ده. په داسې حال کې، چې ځایناستی پروګروام ورته هم په نظر کې ندی نیول شوی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې سل په سلو کې د تلې پر شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کولو ته چمتووالی لري.
دوی اعلان کړی هر رای ورکوونکی، چې په بایوومتریک دستګاوو کې یې عکس، ستیکر او د ګوتو نښان نوي؛ رایه یې اعتبار نلري.