تازه خبرونه
نوى افغان حكومت بايد طالبان په واك كې شريك كړي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
هغه ويلي، پاکستان نه غواړي، چې افغان طالبان په افغانستان کې کومه سیمه لاندې کړي، ځکه د ده په وینا که افغان طالبان پر کومې سیمې کنترول ترلاسه کړي پاکستاني طالب تروریستان به هلته پناځایونه ومومي او دا سیمې به د پاکستان لپاره ستونزې وزېږوي.
ده وویل، چې پاکستان د دې په ځای، چې افغان طالبان سیمې ونیسي د دې ملاتړ کوي، چې هغوی د افغانستان د ځینو ولایتونو په حکومتي چارو کې شریک شي او ځینې چوکۍ وروسپارل شي، چې انتخابي نه دي.
افغان چارواكو تر اوسه پر دغو څرگندونو كومه تبصره نه ده كړې.