سیمه ییز خبرونه
نوى تعلیمي نصاب تر ډېره معياري او د ډاډد وړ دى
د پوهنې وزارت د تعليمي نصاب د انكشاف او درسي كتابونو د تاليف رييس عبدالظاهر هوتك وايي:
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، نوى تعليمي نصاب د زده كوونكيو ستونزې حل كړي او د پخواني هغه په پرتله ډېر معياري، ملي، اسلامي او اوسنيو اړتياوو ته په پام جوړ شوى دى.
د نوموړي په وينا، له نصاب سره په يوه وخت د ښوونكيو لپاره لارښود كتابونه هم چاپ شوي، چې د اتيا سلنه ښوونكيو لپاره گټور تمام شوي، خو د مسلكي ښوونكيو كموالى اوس هم يوه ستونزه ده.
د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان وايي:
اوس د هېواد په كچه ټولو زده كوونكيو ته كتابونه چاپ شوي او دا لړۍ روانه ده.
د دغه وزارت وياند كه څه هم په نوي تعليمي نصاب كې ځينې ستونزې مني، خو وايي:
دا ستونزې دومره نه دي، چې ټول تعليمي نصاب تر پوښتنې لاندې راولي او په راتلونكي چاپ كې به حل شي.
د پوهنې وزارت چارواكي زیاتوي، چې ۳۵ ميليون ټوكه كتابونه چاپ شوي او ۲۵ ميليون نوركتابونه هم ترچاپ لاندې دي، چې په نږدې راتلونكي كې به يې د زده كوونكيو په واك كې وركړي.