سیمه ییز خبرونه
نوى كابل بانك داوطلبۍ ته وړاندې شو
د كابل بانك له درغلۍ وروسته د دغه بانك مشري دولت په غاړه واخيسته، چې له څو كلن ځنډ وروسته دغه بانك بېرته خصوصي شو.
د افغانستان بانك رييس نورالله دلاوري وايي:
د افغانستان بانك چارواكي وايي، چې د وزيرانو شورا له پرېكړې سره سم څه موده مخكې په دوبۍ كې په ملي او نړيواله سطحه د نوي كابل بانك د داوطلبۍ اعلان وشو او د دغه بانك د اخيستو لپاره څلور بهرنيو شركتونو وړانديزونه وكړل.
په دې څلور كمپنيو كې د سي بي جي آى او په دبۍ كې د كرو كپيتل كمپنيو په داوطلبۍ كې برخه واخيسته.
ښاغلى دلاوري د كابل بانك د ماتې په اړه وايي، چې په دبۍ كې د دې بانك ۴۲ ميليون دالر تر لاسه شوي او يو شمېر هغه ملكيتونه، چې يو شمېر افرادو ترې ځانگړې گټه پورته كوله د دولت ملكيت كې راغلل.
ويل كيږي، چې د نوي كابل بانك د خصوصي كولو اسناد په داسې حال كې بهرنيان تر لاسه كوي، چې په هېواد كې له ۱۶ بانكونو څخه د څلور نورو خصوصي بانكونو مشري هم د بهرنيانو په لاس كې ده.