تازه خبرونه
نوى كال په هيلو او ننگونو پيل شو
يو شمېرخلك د نوي كال نمنانځنې ته راوتي؛ ځينې بلخ ته ځي او ځينې نور كارته سخي ته او ځينې نور بيا نورو تفريح ځايونو او پاركونو ته ځي؛ خو دا ټولې تلنې د افغان ځواكونو مسووليتونه گرانوي، ځكه دوى د خلكو د ساتنې ماموريت لري.
د امن او عامه نظم د پوليسو د لومړۍ لوا د اركان رييس احسان الله ميرزاخېل وايي، ۱۳۹۳ ل كال افغان ځواكونو ته يو ستونزمن كال دى.
افغان پوځي سيد نور آغا وايي، افغان ځواكونه په دې كال كې دوه آزموينې لري:
د ټاكنو تر سره كيدل او له هېواده د تولو بهرنيو ځواكونو وتل؛ خو داسې ښكاري، چې دوى هيڅ اندېښنه نه لري.
پوځيان ډاډ وركوي، چې په هر راز شرايطو كې به له هېواده د دفاع سنگرونه پرې نږدي.
افغان پوځي محمد عارف وايي، چې په پرمختلليو پوځي تجهيزاتو مجهز يو او كولي شو له وسلوالو مخالفينو سره مقابله وكړو.
افغان پوځي نظيم خان وايي، څلور كاله كيږي، چې له خپلې شل كسيزې كورنۍ ليرې يم او د هېواد د امنيت د ټينگښت لپاره له خپلو ملگرو سره په پوځي ليكو كې خدمت كوم.
نوموړى درې اولادونه لري او وايي، له خپلو خلكو څخه به د خپلو زامنو او د كورنيو د غړيو په توگه ساتنه وكړي.
نوى ۱۳۹۳ل كال په داسې حال كې پيل كيږي، چې افغان ځواكونه درندو مسووليتونو ته اوږه وركوي او اړ دي، چې د بهرنيو ځواكونو په نه شتون كې د جگړې پيټې ته غاړه وركړي.