تازه خبرونه

نوي افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار تسلیمي یوه بریا ده- خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وایي، نوي افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار تسلیمي یوه بریا ده، خو هغه باید په تېرو ستونزو کې د لاس لرلو له امله بښنه وغواړي.

زلمی خلیلزاد د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب او حکومت تر منځ خبرې، چې ویل کیږي وروستۍ شوي، یوه بریا بولي.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد په دې ټکي د ټینګار تر څنګ وایي، حکمتیار باید د جنرال دوستم په څېر د بښنې په غوښتلو کې شرم ونه کړي.

دغه تجربه کار امریکایي دیپلومات د افغانستان په امریکایی پوهنتون کې د افتخاري دکتورا د ورکولو په مراسمو کې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د حکمتیار را ستنیدنه د پاکستان یوه بله لوبه نه ده؟ وایي، چې که پاکستان خپل ناسم سیاست اصلاح نه کړي، د شمالي کوریا په څېر به منزوي شي.

زلمی خلیلزاد وایي، د جون په اوومه د هند صدراغظم د یو لړ هوکړو د لاسلیک په هیله امریکا ته ځي که پاکستان خپل له تېروتنې ډک سیاست بدل نه کړي، دوه یمه شمالي کوریا به وي.

له ګلبدین حکمتیار سره خبرو کې داسې ښکاري، چې پاکستان رول نه درلود، زیاتره خلک باور کوي، چې که حکمتیار د تل له پاره له جګړو لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني، راتګ یې یوه بریا ده.

خبریال: نصرت پارسا.

Trending

Exit mobile version