تازه خبرونه

نوي او متمدن افغان طالبان به د جګړې پر ځای د سولې خبرې غوره کړي – پاکستان

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۱, ۱۴۰۰)

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د یکشنبې پر ورځ خبریالانو ته په ډاګه کړه، چې نوي او متمدن شوي افغان طالبان به د جګړې پر ځای خبرې غوره کړي.

د پاکستان ډان خبرې سرچینې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ اسلام آباد به په افغانستان کې خلکو ته له منلي حکومته ملاتړ وکړي.

نوموړي په افغانستان کې له ټولو ښکېلو اړخونو او مشرانو وغوښتل، چې د سیاسي جوړجاړی لپاره خپلې خبرې وغځوي او هېواد نور په کورنۍ جګړه کې ښکېل نکړي.

هغه وایي: له طالبانو سره خبرې به د ټولو په ګټه وي. مونږ به په ګاونډ هېواد افغانستان کې له سولې ملاتړ وکړو.

شیخ رشید احمد زیاته کړې؛ پاکستان په سیمه کې سوله غواړي. که چین وغواړي په ایران کې ۴۰۰ میلیارډ ډالر پانګونه وکړي، نو دا به په افغانستان کې له سولې پرته امکان ونلري. هغه اوسپنیزه کرښه، چې غواړو ازبکستان ته وغځوو؛ په افغانستان کې له ثبات پرته امکان نلري. اوس چین، روسیه، ایران او پاکستان په یوه بدلیدونکې سیمه کې دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ پر کرښه د اغزن دیوال جوړېدو پاکستان د تېرو وختونو پر پرتله په ښه دریځ کې دی.

هغه ټینګار کړی، چجې هیچاتته به اجازه ورنکړي، چې له خاورې یې د افغانستان سوله زیانمنخه او بې پایلې کړي.

Trending

Exit mobile version