پرمختګ او بشپړتیا
نوي حکومت دې اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون توشیح کړي- اکرام افضلې
د افغانستان د شفافیت بنسټ له نوي حکومت څخه اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون د توشیح غوښتنه وکړه.
د شفافیت د بنسټ اجراةیوي مشر اکرام افضلې نن (د تلي ۶) د حق پېژندنې له نړیوالې ورځې څخه د نمانځنې په غونډه کې وویل:
اطلاعاتو ته لاسرسي د اداري فساد په وړاندې مبارزه او د ښې حکومتدارې وسیله ده.
د نوموړي په وینا؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د رسنیو په وړاندې د بشپړ کارلار پرنیزي.
د شفافیت د بنسټ د اړیکو مسوول میرویس ناصری ،چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په کمپاین کې شامل دی؛ ټینگار کوي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اوس هم لا کار ته اړتیا لري.
د هغه په وینا؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي مرسته کوونکې هېوادونه افغان دولت دي ته اړ کوي، چې حساب ورکړي.
د حق پېژندنې نړیواله ورځ هر کال د ۲۰۰۲ کال د سپتمبر له ۲۸ راهیسي نمانځل کیږي.
په ۲۰۰۲ م کال د نړۍ له گوټ گوټ څخه د اطلاعاتو د آزادۍ سازمانونه په بلغاریا کې راټول شول او د اطلاعاتو د عدالت شبکه یې رامنځته کړه .
اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون له ۲۰۱۰ میلادې کال راهیسي ولسي جرګې ته استول شوي، خو په روان کال کې د ملې شورا لخوا تصویب شو.