تازه خبرونه

نوي سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي – اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۹, ۱۳۹۹)

ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې پر ورځ په افغانستان کې د لوړې کچې پر بېوزلۍ خبرې وکړې او وایي، چې ۹۰ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې د ورځې پر دوه دالرو ژوند کوي.

ولسمشر اشرف غني د مرستو د توزیع د ملي دسترخوان پروګرام لپاره جوړې شوې ناستې ته څرګنده کړه، چې: بېوزلي پېښه نده، بلکې دا یو ناورین دی.

هغه ویلي: یو مسوول او حساب ورکونکی حکومت د خپلو خلکو درد احساسوي او رغونې ته یې وردانګي.

ولسمشر څرګنده کړې، چې د دې پروګرام په بهیر کې به حساب ورکول ښه او څارنه وشي او خلک به د اړتیا وړ خوراکي کڅوړې ترلاسه کړي.

هغه دا هم ویلي؛ که ناسم مدیریت رامنځته شي؛ نو اړینه ده، چې خلک یې په اړه راپور ورکړي.

غني د کورونا ویروس مسله هم راپورته کړه او له چارواکو یې مننه وکړه، چې د ناروغۍ په اړه یې د پوهاوي کچه لوړه کړې ده.

هغه د بهرنیو مرستو په اړه په ډاګه کړه، چې افغانستان باید پدې برخه کې ځان بسیا کړي.

نوموړي دغه راز له نړیوالو ټولنو او هېوادونو هم مننه وکړه، چې په مرسته کې یې  برخه اخیستې ده.

دغه راز د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له اشرف غني مننه وکړه، چې په دې اړه یې د بودجې تعدیل ته زمینه برابره کړه.

هغه وویل: د خوراکي توکو د وېش پروګرام به په دوه پړاوونو کې تر سره شي؛ لومړی په ۳۴ ولایتونو، ۱۲۳ ولسوالیو،۱۲۸۹۶ کلیو کې ۱.۶۷ میلیون کورنیو ته مرستې چمتو کیږي.

دې پړاو ته څه نا څه ۸۶ میلیون دالر اټکل شوي او په کڅوړو کې به یې غنم، وريجې، غوړي، لوبیا او د لاس صابون وي.

صالح ویلي؛ دوه یم پړاو به هم په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شي، چې په کې ۲۳۵ ولسوالۍ، ۲۱۸۴۲ کلي او ۲.۵ میلیون کورنۍ په پام کې نیول کیږي.

د دوه یم پړاو لپاره ۱۵۸ میلیون دالر بودجه اټکل شوې ده.

Trending

Exit mobile version