تازه خبرونه

نوي طالب مشر قطرته د ملاتړ په هیله پلاوی لیږلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور د خپلې مشرۍ د تثبیتولو لپاره قطر ته پلاوی لېږلی،چې په دغه هېواد کې د طالبانو د مشرانو ملاتړ خپل کړي.

منصور، چې ډېر کلونه د ملا عمر مرستیال و، د جولای په میاشت کې د طالبانو د تحریک مشر اعلان شو؛خو د ملا محمد عمر د کورنۍ په گډونځینېطالب مشران یې له مشرتابه سره اختلاف لري.رویترز خبري آژانس په ډاگه کړې؛د طالبانو په وینامنصور په وروستیو ورځو کې ملا جلیل، چې په قطر کې د طالبانو له سیاسي مشرانو سره ښې اړیکې لري، دوحې ته لېږلی څو په قطر کې د سیاسي دفتر غړي د ملا عمر د زوی او ورور پهځای خپل ملاتړ ته وهڅوي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په ځلونو په متحده عربي اماراتو کې له دیپلوماتانو سره غیررسمي غونډې کړي دي.

Trending

Exit mobile version