سیمه ییز خبرونه
نوي كابل بانك بيا داوطلبۍ ته وړاندې شو
وزيرانو شورا يو ځل بيا داوطلبۍ ته د نوي كابل بانك د وړاندې كولو پرېكړه وكړه.
د سوداگرۍ وزارت چارواكي وايي، چې:
په دې داوطلبۍ كې كورني او بهرني شركتونه گډون كولى شي.
د نوي كابل بانك په مخكنۍ داوطلبۍ كې درې بهرنيو او دوه كورنيو شركتونو د گډون ليوالتيا ښودلې وه؛ خو يوازې يوه شركت په رسمي ډول د داوطلبۍ اسناد وړاندې كړل، چې لازم شرايط يې پوره نه كړل.
د ماليې وزارت د خزانو رييس محمد اقا كوهستاني څرگندوي، چې:
دا دوه يم ځل دى، چې د وزيرانو شورا دواطلبۍ ته د نوي كابل بانك د وړاندې كيدو پرېكړه كوي.
د افغانستان بانك رييس نور الله دلاوري وايي، چې د كابل بانك د پورونو د راټولولو چارې روانې دي.
د هغه په وينا، كه خارجې بانكونو ته د كابل بانك ليږدول شوې پانگه را وگرزول شي، دولت به بېرته هغه پيسې تر لاسه كړي، چې له بحراني كيدو څخه د كابل بانك د ژغورنې لپاره يې لگولي دي.
د ماليې وزارت د چارواكو په وينا، كه په دوه يم ځل دواطلبۍ كې نوى كابل بانك ونه پلورل شي، افغان دولت به يې تر پېنځه كلونو مديريت ته دوام وركړي.