1393ټاكنې
نوي ولسمشر ته د تحلیف ټاکل شوی ضرب الاجل نور د اوږدیدو نه دی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ولسمشر حامدکرزي د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو له ځانگړي استازي یان کوبیش سره په کتنه کې ویلي، چي د نوي ولسمشر د تحلیف د مراسمو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل نور د اوږدیدونه دی.
ښاغلي یان کوبیش په ارگ کې د شنبي په ورځ مازیگرمهال د ولسمشرۍ د ټاکنو د رایو د تفتیش د پروسې د پرمختگ په اړه حامدکرزي ته وروستي معلومات وړاندې کړل.
نوموړي ویلي؛ د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتل شوي دي، چې د تفتیش بهیرنورهم گړندی کړي.
د یادونې وړ ده، چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته د اگست دوه یمه نېټه ټاکل شوې وه، چې د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي او د جمهوري ریاست د دواړو نوماندانو په غوښتنه دغه نېټه د یوې میاشتې لپاره تمدید شوه.