تازه خبرونه

نوي ولسمشر ډاکټراشرف غنی ا حمدزي د حکومت چارې په غاړه واخستې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غنی احمدزي په رسمی توګه د هېواد د چارو واګی واخیستی.
له ولسمشر حامد کرزي څخه په رسمی توګه نوي ولسمشر ډاکټراشرف غنی ا حمدزي د حکومت چارې په غاړه واخستی دا په تاریخ کی لومړی ځل دی، چې یو منتخب ولسمشر بل منتخب ولسمشرته واک سپاري.
د کابل ښار یو شمېر او سېدونکي له نوي ولسمشر اشرف غنی احمدزی څخه غواړي، چې په هېواد کی د سولی اوثبات ،امنیت ، اقتصادی پرمختیا په برخو کی زیاتې هڅی وکړي ترڅو خلک له شته اقتصادي ستونزو څخه وژغوورل شي.
دا چې په هېوا د کی به تر اتلونکو پنځو کلونو پوری د ملی یوالی حکومت څومره بریالی وی د ولس هیلی پوره کړی هغه پوښتنه ده، چې وخت به یی ځواب ورکړي.

Trending

Exit mobile version