تازه خبرونه
نوي کاندید وزیران به د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته معرفي شي
حکومت د شپاړس وزارتونو لپاره کاندید وزیران معرفي کړي دي؛ خو تر اوسه دغه کاندید وزیران ولسي جرگې ته نه دي معرفي شوې، چې د باور رایې واخلي.
په ښکاره داسې معلومیږي، چې دغه ځنډ ښایي د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال د نه شتون له وجې وي.
د ولسي جرگې دوه یم مرستیال وایي، حکومت ژمنه کړې، چې دفاع وزارت ته کاندید به هم په دې ورځ معرفي شي.
د ولسي جرگې دوه یم مرستیال محمد نذیر احمدزی وایي، د چهارشنبې په ورځ به ټول کاندید وزیران ولسي جرگې ته معرفي شي.
ښاغلی احمدزی زیاتوي، په نویو کاندید وزیرانو کې به هغو کسانو ته د باور رایې ورکړشي، چې تخصص او کاري وړتیا ولري.
دی په عین حال کې وایي، دا ځل شونې ده، چې زیاتره کاندید وزیران د باور رایې واخلي.
ولسي جرگې ته د کاندید وزیرانو له معرفي سره سم دغه بنسټ یوه اوونۍ وخت لري، چې د کاندید وزیرانو تحصیلي اسناد وڅیړي او د بلې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ به کاندید وزیرانو ته د رایو صندوقونه کیښودل شي.
خبریال : نصرت پارسا.