لوبی
نوین الحق د کرکت له پنځوس اوریزو لوبو ګوښه شو
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې چټک توپوهونکی نوین الحق وايي، چې د ۲۰۲۳ ز.کال له نړیوال جام وروسته به پنځوس اوریزې لوبې نورې ونهکړي.
د افغانستان د ملي لوبډلې دا ۲۴ کلن لوبغاړی دوه کاله له لوبډلې لرې پاتې کېدو وروسته نړیوال جام ته راستون شوی و.
دغه لوبغاړي د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لپاره اووه یو ورځنۍ لوبې کړې دي؛ خو په ۲۰۱۶ ز. کال کې د نړیوال جام له پیل راپدیخوا د ۲۰ اوریزو لوبو یوه اړینه برخه ګرزېدلې ده.
نوین الحق وايي: دا زما لپاره ویاړ و، چې د خپل هېواد استازولي وکړم. اوس غواړم د نړیوال جام په پای کې له یو ورځنیو لوبو څخه ګوښه شم؛ خو زه به په شل اوریزو لوبو کې له نیلي کمیس سره مل وم.
هغه زیاته کړې: دا کومه اسانه پرېکړه نه وه، خو د لوبېدنې د اوږدولو لپاره باید دا سخته پرېکړه وکړم.
دا په داسې حال کې ده، چې د هند نړیوال جام ته د نوین الحق له غوراوي سره افغان لوبډله پیاوړې معرفي شوې ده.