تازه خبرونه

نوی منتخب ولسمشر به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم پرځای کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د چارو ادارې مسئولین وايي، نوی ولسمشر به د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم پرځای کړي.

د چارو ادارې رئیس صادق مدبر وايی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اعلان له مخې ډاکتر اشرف غني احمدزی د افغانستان منتخب ولسمشر او ډاکتر عبدالله عبدالله د اجرایوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د چارو ادارې رئيس صادق مدبر، چې د نوی ولسمشر د لوړې مراسمو ته د تیاري د کمیسیون ریاست هم ور په غاړه دی وايي:

ډاکتر اشرف غني احمدزی به د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د تلې ۷) په ارګ ماڼۍ کې د لوړې مراسم پر ځای کړي او په رسمي توګه به د ولسمشرۍ په څوکۍ کښیني.

د نورو هېوادونو استازو ته، چې د لوړې دغو مراسمو ته راځي ځانګړي تدابیر په پام کې نیول شوي دي.

د لوړې له مراسمو وروسته به نوی حکومت جوړېږي، چې د دوو کسانو لخوا به رهبری کېږي. یو به ولسمشر وي او بل به د اجرایوي پوست واګې په لاس کې ولري.

Trending

Exit mobile version