سیمه ییز خبرونه
نوی ښوونيز کال د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا پرانیستل شو
په افغانستان كې نوى ښوونيز كال د ولسمشر حامد كرزي له خوا د ښونځي د زنګ په وهلو سره پرانيستل شو. ولسمشر د ښونځي د زنګ له وهلو مخكې هغه كسان، چې په افغانستان كې له ښوونې او روزنې سره مخالف دي، د انسانيت دښمنان وبلل او په عين حال كې يې له طالبانو وغوښتل، چې د زدكړو مخه ونه نيسي.
د نوي لمريز كال له پېلېدو سره په يوه وخت د افغانستان په سړو سيمو كې د زده كوونكو ژمنۍ رخصتي پاى ته رسېږي او نوى ښوونيز كال هم پېلېږي.
له يوولسو كلونو را په دېخوا نوى ښوونيز كال د افغان ولسمشر حامد كرزي له خوا د ښونځي د زنګ په وهلو سره پرانيستل كېږي.
په وروستۍ يوه لسيزه كې طالبان د پوهنې او زدكړو پر وړاندې خنډ بلل كېږي.
افغان ولسمشر حامد كرزي د نوي ښوونيز كال د پرانيستې پر مهال طالبانو ته داسې پېغام لري.
ښاغلي كرزي له ديني عالمانو او قومي مشرانو وغوښتل، چې د تړلو ښوونځيو په بېرته پرانيستلو كې هڅې وكړي.
ولسمشر په افغانستان كې د زدكړو كچه ټيټه ارزوي او په دې بهير كې د بېړې غوښتنه لري.
نوموړى همدا راز د حرفوي ښوونځيو د زياتوالي غوښتنه لري څو خلك د زدكړو تر څنګ يو كسب هم زدكړي.
په همدې حال كې د پوهنې وزير فاروق وردك وايې:
دا مهال درې ميليون ماشومان پر ښونځيو لاس رسى نه لري.
د پوهنې وزير زیاتوی، په افغانستان كې اته ميليون وګړي نالوستي دي، او د ده په ټكو يوولس كاله وړاندې دا شمېره دولس ميليون وګړو ته رسېده.
د پوهنې وزير همدارنګه وايې، سږ كال د افغانستان په كچه د تړلو ښونځيو د بېرته پرانيستو هڅې روانې دي.