تازه خبرونه

نوې کابینه به د لندن له ناستې مخکې په کار پیل وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابینې د جوړولو په موخه د جوړ شوي کمیسیون غړي وایي، کارونه یې په مخ تللي او ژر به نوې کابینه ولسي جرګې ته وروپېژني.
په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي او کارپوهان هم غواړي چې د هېواد د چارو د تنظیم لپاره دې نوې کابینه په کار پیل وکړي.
د لندن ناسته چې هېواد ته له اقتصادي پوځي او سیاسي اړخه ډیره مهمه ده؛ د روان میلادي کال د دسامبر میاشتې په څلورمه تر سره کیږي. په همدې حال کې د نوې کابینې د جوړولو لپاره ګمارل شوی کمیسیون وایي، د لندن له ناستې مخکې به نوې کابینه معرفي او له ولسي جرګې د باور رایې واخلي.
د دوي په وینا، کارونه یې ځکه ورو په مخ ځي چې د افرادو په ګمارنه کې وړتیا وښيي، مخینې ته پاملرنه کیږي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، که نوې کابینه ژر معرفي نه شي، او د لندن له ناستې مخکې د باور رایې وانخلي، نړیواله ټولنه به په لنډ مهاله کابینې باور ونه کړي.
یو شمېر کارپوهان هم په دې باور دي چې د کابینې د جوېدو لپاره پڅ کار به کورنۍ او بهرنۍ بې باوري زیاته کړي.
اوس د افغانستان د کابینې ټول وزیران سرپرستان دي او د قانون له مخې، کیدای شي تر ۱۶ ورځو دوي د سرپرستانو په توګه دندې تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version