سیمه ییز خبرونه

نى، د حكومتي بنسټونو د فشارونو پر زياتوالي اندېښنه وښوده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د آزادو رسنيو ملاتړ اداره(نى) په وروستيو دوه مياشتو كې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي پر زياتوالي اندېښنه ښيي.

د سيمه ييزو چارواكو له خوا پر رسنيو ناقانونه فشارونه، د پېښې په ځاى كې د خبريالانو وهل ټكول او په حكومت كې په خبري سرچينو د رسنيو نه لاسرسى د خبريالانو د مدافع بنسټونو له ټوليزو انديښنو گڼل كيږي.

د افغانستان د آزادو رسنيو ملاتړ ادارې مشر صديق الله توحيدي وايې:

سيمه ييزو چارواكو په دې وروستيو كې پر سيمه ييزو رسنيو فشارونه زيات كړي او د دغو رسنيو كارونه يې له ستونزو سره مخ كړي دي.

نوموړى همدا راز وايې:

اوسنۍ ننگونې په افغانستان كې د رسنيو د راتلونكي په وړاندې ستر خطر دى، چې مبارزې ته اړتيا لري.

ومو غوښتل په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت نظر واخلو؛ خو څوك حاضر نه شول، چې خبرې وكړي.

دا اندېښنې په داسې حال كې مخې ته راځي، چې په زابل كې د يوې  سيمه ييزې راديو خپرونې له دې كبله د سيمه ييزو چارواكو له خوا بندې شوې، چې د يوه ولسي لاريون خبر يې خپور كړىو.

Trending

Exit mobile version