1393ټاكنې

نى او تیفا د رڼو ټاكنو پر امنيت او بې پريوالى ټينگار وكړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د شفافو ټاكنو بنسټ او د افغانستان د آزادو رسنيو د ملاتړو ادرې په گډه په يوه اعلاميه كې اندېښنه څرگنده كړه، چې له يوې خوا ناامنۍ د ستونزې په توگه مطرح دي او له بلې خوا د څارونكيو بنسټونو تر منځ لازمه همغږۍ نشته.

د  افغانستان د شفافو ټاكنو بنسټ یا تیفا رييس نعیم ایوب زاده وايي، چې د شفافو ټاکنو لپاره امنیت یو مهم اصل دی او كه امنيت نه وي، له يوې خوا په ټاكنو كې درغليو ته زمينه برابريږي او له بلې خوا خلك نه شي كولى په ډاډه زړه په ټاكنو كې گډون وكړي.

ښاغلى نعیم ایوب زاده له افغانستان څخه د ټاكنو د نړيوالو څارونكيو پر وتو هم اندېښنه وښوده.

د افغانستان د آزادو رسنيو د ملاتړ اداره( نى) چارواكى صدیق الله توحیدی  د ټاكنو د شفافيت لپاره د رسنيو پوره دقت اړين بولي او زياتوي، چې رسنۍ په دې ملي پروسه كې د اهميت وړ رول لوبولى شي.

که څه هم، چی تیفا د ناامنیو له كبله د یو شمېر نړیوالو څارونكيو پر وتو خواشينې وښوده، خو زياته يې كړه، چې دغه بنسټ د ټاکنو د څارنې لپاره ۷ زره څارونكي گومارلي دي.

دا په داسې حال كې ده ، چې سبا د شنبې په ورځ(د وري۱۶) به په افغانستان كې د ولسمشرۍ ټاكنې وشي.

Trending

Exit mobile version