تازه خبرونه
نى پرمعلوماتو د لاسرسي د قانون د مسودې د بيا كتنې امر په سختو ټكو كې وغانده
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د وزيرانو شورا د دوشنبې(د سلواغې۱۴) په ناسته كې پر معلوماتو د لاسرسي د قانون مسوده تصويب شوې؛ خو د ملي امنيت د شورا سلاكار، د ولسمشر د دفتر رييس او د عدليې وزير په يوه درې كسيزه كميټه كې د دې مسودې بيا كتنې ته گمارل شوي دي.
د افغانستان له آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې رييس مجيب خلوتگر د دې كميتې جوړيدل اړتيا نه بولي او ټينگار كوي، چې ولسمشر بايد په تقنيني فرمان كې دا مسوده توشيح كړي.
ښاغلي خلوتگر زياته كړه، حكومت له دې وېرې، چې د ټاكنو لپاره يې پلان شوي كارونه افشا نه شي، نه غواړي دا مسوده وروستۍ، تصويب او توشيح شي.
مخكې له دې هم د خبريالانو د ملاتړ بنسټونو له حكومت غوښتي ول، چې پر معلوماتو د لاسرسي د قانون مسوده ژر ولسي جرگې ته وليږي؛ خو تر اوسه دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى وركړشوى.