نړۍ

نټانیاهو آیزنکوټ ته د لنډمهالي واک لېږدونې وړاندیز وکړ

Published

on

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نټانیاهو د شنبې پر ورځ( د لیندۍ اوومه /د ډسمبر اته‌ویشتمه ) ویلي، د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې د ګاډي آیزنکوټ پر مشرۍ د واک لنډمهالي لېږد ته چمتو دی.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د نټانیاهو وړاندیز د هغو فشارونو ښکارنویي کوي، چې ورسره مخ دی. دا په داسې حال کې ده، چې آیزنکوټ د خپلو احتمالي ملګرو د ملاتړ ترلاسه کولو هڅې کوي او شونې ده، چې لنډمهالی ائتلافي حکومت رامنځته کړي. 

نټانیاهو آیزنکوټ ته د دوره‌يي حکومت د لومړي وزیر کېدا وړاندیز کړی، چې ملي وحدت حکومت دې د دوه ګوندونو تر منځ ووېشل شي.

د اسرائیل ولسمشر د اوکټوبر د اووه‌ویشتمې له بې پایلو ټاکنو وروسته، چې آیزنکوټ او نټانیاهو دواړو د حکومت جوړولو لپاره بشپړې رایې تر لاسه نه‌کړې؛ د حکومت جوړولو واک آیزنکوټ ته وسپاره. هغه د ډسمبر تر شپږمې د حکومت جوړولو لپاره وخت لري او شونې ده، چې دا مهلت ۱۴ ورځې نورې هم وغځیږي.  

آیزنکوټ په دې وروستیو کې له چپ‌لاسو«ډیموکراټانو» او ښي‌لاسو«اسرائیل زمونږه کور» ګوندونو سره ائتلافي هوکړې لاسلیک کړي، چې دا ملاتړ کولی شي؛ هغه د ډېره‌کيو ترلاسه کولو ته نږدې کړي. 

نټانیاهو ویلي، چې پخپله باید د اسرائیل د حکومت مشري پر غاړه ولري؛ خو زیاتوي؛ د حکومت د احتمالی ګواښ په صورت د خطر د له منځه وړلو په صورت کې اړ دی، چې د رهبرۍ لپاره اختلافونه ډډې ته کړي.  

د نټانیاهو د خبرو په غبرګون کې آیزانکوټ ویلي: د پلاوو له لارې یې هڅه کړې، چې د نټانیاهو له لیکوډ ګوند سره رښتینې او چټکې خبرې ترسره کړي؛ خو له مخالفت او بې غورۍ سره مخ شوی دی.

نوموړي نټانیاهو ته بلنه ورکړه، چې د یاشار ګوند د سیاست کولو پر بنسټیزو کرښو خبرو ته راوړاندې شي.

 

Trending

Exit mobile version