تازه خبرونه
نړيوال، طالبانو او دولت ته مساوي امکانات ورکوي- جهادي مشران
په دې غونډه کې جهادي مشرقاري مختاراحمد حقاني وويل؛ اوسنۍ جگړې د بهرنيوهېوادونو لخوا پر افغانانو تپل شوي، چې دواړو ښکېلو خواوو ته نړيوال دجگړې مساوي امکانات ورکوي او په دې هېواد کې یې جگړه د اوږدې مودې له پاره توده ساتلې ده.
جهادي مشر حاجي عبدالقيوم حقبين وایي، که د دې جگړې پای ته رسولوله پاره د اساسي حللارې او چارې ونه لټول شي؛ په هېواد کې به يو ځل بيا لوی ناورين رامنځته شي.
د دوی په خبره؛ د حکومت اوسني مشران پخپلو دندو کې پاتې راغلي او له همدې کبله په هره برخه کې پرمختگ په ټپه دريدلی دی.
دوی وايي چمتودي چې د ولايت په کچه له طالبانوسره د سولې خبرې وکړي؛ ځکه، چې د هغوی په ليکو کې هم گڼ شمېرکسان له جگړې ستړي شوي اوسولې ته ليواله دي>
د هلمند والي ميرزاخان رحيمي هم دا جگړه د پرديولخوا تپل شوې بولي اووايي، چې همدې جگړې په دې ولايت کې د گڼو پرمختگونومخه نيولې ده.
هغه د هلمند له جهادي اوقومي مشرانواوديني عالمانووغوښتل، چې د سولې په برخه کې له دولت سره پوره همکاري وکړي او روانې ستونزې د خبروله لارې حل شي.
خبریال: نعمت الله زهير.