سیمه ییز خبرونه
نړيواله ټولنه او ملاتړي يې نه شي كولى د جگړې له لارې پر طالبانو برى ومومي
د كورنيو چارو وزارت مرستيال وايي، كه په افغانستان كې قانون تطبيق نه شي، دا هېواد به ثبات ته ونه رسيږي.
د ينجشنبې په ورځ(د وري۲۸) د پوليسو له ښوونيز مركز څخه څه باندې دوه سوه پوليسو د فراغت اسناد تر لاسه كړل.
تازه دمه ځواكونه، چې ستونزمن ماموريت په مخ كې لري له نهه مياشتو څخه په كمه موده كې به د هېواد ټول امنيتي مسووليتونه په غاړه واخلي.
دوي وايي، د ترهگري په وړاندې مبارزې او د قانون تطبيق ته چمتو دي.
د كورنيو چارو وزارت اداري مرستيال اكرام الدين ياور وايي، اتيا سلنه افغانان د پوليسو له كړنو خوښ دي؛ خو پوليسو د قانون په تطبيق كې كمزورى عمل كړى.
د نوموړي په باور نړيواله ټولنه او ملاتړي يي نه شي كولى په افغانستان كې د جگړې له لارې پر طالبانو برى ومومي.
څو مياشتې وروسته د نړيوالو متحدينو ځواكونه له افغانستان څخه وځي؛ خو اوس هم په داسې حال كې، چې پر افغان ځواكونو ميلياردونه دالر لگول شوي لاهم دا ځواكونه ښايي دې ته نه وي برابر، چې په يوازې سر له هېواده دفاع وكړي.