تازه خبرونه
نړيواله ټولنه بايد اسلامي امارت پر رسميت وپېژني – مولانا فضل الرحمن
د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.
نوموړي له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې، چې د شنبې پر شپه (د مرغومي درویشتمه) خپره شوې، ویلي؛ اسلامي امارت پر رسمي توګه له رسمیت برخمن دی؛ ځکه په کابل کې د هېوادونو سفارتونه شته او افغان سفیران هم په یادو هېوادونو کې کار کوي.
هغه زیاته کړې: کله، چې سفارتونه فعال وي؛ سوداګري او کار و بار کیږي او نړۍ په افغانستان کې پانګونې ته چمتو ده او دلته راځي او اړیکې لري. بیا؛ نو دوی ولې دا یو ټکی پر خوله نهاخلي؟!
کله، چې له هغه وپوښتل شول؛ پاکستان ولې دا کار نهکوي؟ مولانا فضل الرحمن ځواب ورکړ: پاکستان هم له نړۍ سره تړلی دی. پاکستان هم غواړي له نړۍ سره همغږی ګام واخلي. ځانته پرېکړه به ورته ستونزې رامنځته کړي او دا کار مصلحت ګڼي.
د پاکستان دې سیاستوال د دواړو لوریو ترمنځ ناسم پوهاوي ته په نغوته ( اشاره ) کې ویلي: که زه ملامت یم یا تاسې؛ باید مخامخ سره کېنو او مسایل حل کړو.
مولانا فضل الرحمان له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو په اړه ویلي، چې دواړه هېوادونه باید یو ګډ مهالوېش جوړ کړي.
هغه زیاته کړې: وطن ته راستنېدل ګناه نهده. پرته له شکه، چې ظلمونه شوي او ما غندلي هم دي. زه او زما خلک دوی ته د میلمنو پر سترګه ګوري.
په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي مسلو پر سر د ترینګلتیا کمولو ته مولانا فضل الرحمن د یوه پلاوي پر مشرۍ کابل ته راغلی و او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې ولیدل.
