سیمه ییز خبرونه
نړيواله ټولنه بايد د تروريزم په مركز يعني پاكستان كې خپل پوځي ماموريت متمركز كړي
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت له نړيوالې ټولنې غواړي، چې په پاكستان كې د ترهګرۍ پر ضد دوهم پوځي ماموريت پېل كړي.
په افغانستان كې د نړيوالو پوځونو د ماموريت پاى او د ترهګرو پر اصلي مركزونو د دغو پوځونو د ماموريت تمركز هغه غوښتنه ده، چې افغان دولت يې له څو كلونو راهيسي له نړيوالې ټولني څخه كوي.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي:
له افغانستانه د ترهګرو او د هغوى د ملاتړ د پاكولو لپاره په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې ماموريت تر يوه بريده بريالى وو او اوس د دې وخت رارسېدلى، چې نړيوال ځواكونه د هغه په باور په پاكستان كې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره خپل دوهم پوځي ماموريت پېل كړي.
له بلې خوا د ايساف وياند كونتر كتز وايي:
دوى د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېكړې له مخې يوازې په افغانستان كې د ترهګرو سره مبارزه كولاى شي.
د ايساف وياند په دې باور دی، چې افغانستان كې امنيتي وضعيت ښه شوى دى. زياتره افغانان په هغو سيمو كې ژوند كوي، چې هلته سوله او ثبات ډاډ من شوى دى.
تر دې وړاندې افغان ولسمشر حامد كرزي هم له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د پاكستان په اړوند خپل دريځ روښانه كړي تر څو دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس په سرشي او د طالبانو رهبران سولې ته راضي كړي.