تازه خبرونه

نړيواله ټولنه دې د افغانستان بشرِِي او اقتصادي پياوړتيا لپاره هڅې وکړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۵, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر ويلي، د اوکراین د کډوالۍ کړکېچ له کبله باید په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت او اقتصادي پیاوړتیا هېره نشي.

فلیپوګراندي، چې له امریکا سره د افغانستان او اوکراین د پرمختګونو په اړه د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی ویلي، چې اداره یې د امریکا له مرستې پرته نشي کولی، چې د افغانستان د ستونزو په ګډون له روانو بشري او اقتصادي بحرانونو سره مبارزه وکړي.

په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت او کډوالۍ او دغه راز په اوکراین کې روان کړکېچ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنر اړ کړ، چې واشنګټن ته سفر وکړي.  

نوموړي پر نړيوالې ټولنې غږ کړس، چې د افغانستان د اقتصاد د پياوړتيا او په کې د بشري ناورين د مخنيوي لپاره خپلې بشري هڅې روانې وساتي.

فلیپوګرانډي ویلي، د امریکا د سیاسي او بشري بنسټونو له چارواکو سره یې د لیدنې موخه په افغانستان کې د بشري وضعیت او کډوالۍ او د اوکراین د کړکېچ په اړه خبرې اترې وې.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فلیپوګرانډي وایي: د اوکراین کړکیچ باید د نړۍ پر نورو بحرانونو اغېزه ونکړي. زه دلته د دې لپاره راغلی یم، چې په افغانستان کې د وروستیو میاشتو د وضعیت په اړه خبرې وکړم. بې له شکه له  ملګرو ملتونو سره د امریکا له همکارۍ پرته دا ننګونه په اغېزمنه توګه نشي حل کیدای.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن څرګنده کړې: لکه څنګه، چې تاسې وویل په نړۍ کې د بې ځایه شویو شمېر ۹۵ میلیون ته رسېدلی دی. د کډوالۍ بحران په آسیا او په ځانګړي توګه د اوکراین، عراق، سوریې او افغانستان په څېر هېوادونو کې ستره ستونزه ده، چې باید پر همغږۍ حل شي.

ښاغلي ګراندي د امریکا له  PBS سره په مرکه کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغانستان د اقتصاد د ثبات او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپلې بشري هڅې روانې وساتي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فلیپوګرانډي زیاته کړې: په افغانستان کې د ستونزمنو سیاسي حالاتو له کبله له طالبانو( اسلامي امارت) څخه د مستقیم ملاتړ امکان نشته. هر څه د بشردوستانه فعالیتونو له لارې ترسره شوي دي. ما د طالبانو( اسلامي امارت) له واکمنۍ راپدیخوا دوه ځله افغانستان ته سفر کړی دی. که څه هم مرستې برابرې شوې؛ مونږ باید د دې هېواد د اقتصاد د پایښت لپاره خپلو سترو بشري هڅو ته دوام ورکړو.

له دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو وضعیت په اړه ټویټ کړی و، چې په وینا یې دا هېواد د وچکالۍ، اقتصادي بحران، د خواړو د نه خوندیتوب او کرونا له ګواښونو سره مخ دی.

Trending

Exit mobile version