سیمه ییز خبرونه

نړيوال بانك د افغانستان د روغتيا د سكتور د ودې لپاره د همكاريو د دوام ژمنه وكړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د عامې روغتيا وزارت مسئولين وايې، په افغانستان كې د  مېندو او ماشومانو د مړينې شمېره ټيټه شوې ده. دوی زیاتوي، دا مهال له هرو درېيو مېرمنو څخه يوه يې د مسلكي ډاكټرانو په شتون كې ولادت كوي.

نړيوال بانك او اروپايي ټولنې له ۲۰۱۴ كال وروسته د افغانستان د روغتيا د سكتور د ودې لپاره د همكاريو د دوام ژمنه وكړه.

دغو دوو  نړيوالو بنسټونو د شنبې په ورځ ( د وري ۲۴ ) په كابل كې د عامې روغتيا له وزارت سره په همدې موخه د مرستو او همكاريو يو تړون لاسليك كړ.

د عامې روغتيا وزيره  ثريا دليل وايې:

په افغانستان كې دا مهال د مېندو او ماشومانو د مړينې كچه را لوېدلې ده.

نوموړې زیاتوي، چې لس كاله مخكې به په هرو څلورو ماشومانو كې يو يې  پنځه كلنۍ ته له رسېدو وړاندې مړ كېده، خو اوس په هرو لسو ماشومانو كې يو يې پنځو كلونو ته له رسېدو وړاندې مري.

د عامې روغتيا وزيره همدارنګه وايې، د اروپايي ټولنې او نړيوال بانك له خوا د روغتيا د سكتور د ودې لپاره اوږد مهاله همكاري او مرستې هغه كارونه، چې په لومړيتوب كې دي، د روغتيايي كدرونو لپاره د زدكړو زمينه، د درمل جوړولو پراختيا او د روغتيايي مركزونو جوړول را نغاړي.

په افغانستان كي د روغتيا د نړيوال بانك استازي كيس كاسترمنز وايې:

د مېندو او ماشومانو د مړينې د كچې را ټيټول د دوی د پروګرامونو په سر كې راځي.

نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې مونږ به د مور او ماشوم د مړيني د كچې د له منځه وړلو په برخه كي د ښو او اساسي خدمتونو پروګرامونه ولرو. همدارنګه مونږ پر دې توانېدلي يو، چې د هر اړخيزو همكارۍ پر بنسټ  خپل پراخ پلانونه په دې برخه كې تطبيق كړو.

د عامې روغتيا وزارت د شمېرو له مخې، دا مهال په افغانستان كې شاوخوا ۶۰په سلو كې وګړي په روغتيايي خدمتونو لاس رسى لري.

Trending

Exit mobile version