سیمه ییز خبرونه

نړيوال بانك د كرنې د ودې لپاره څه كم پنځه اويا ميليون ډالره مرسته كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

نړيوال بانك له افغانستان سره د كرنې د ودې او د كرنې وزارت د وړتياوو د لوړولو لپاره څه كم پنځه اويا ميليون ډالره مرسته كوي.

د كرنې وزارت مسئولين وايي، چې د نړيوال بانك دا مرسته به د كرنې او مالدارۍ په برخو كې د دوى د اساسي پروګرامونو په عملي كېدو كې اغېزمنه پريوزي.

افغانستان، چې ويل كېږي اويا په سلو كې وګړي يې په كرنه بوخت دي، خو بيا هم دغه هېواد د غلې دانې له پلوه تر ډېره په ګاونډي هېواد پاكستان تكيه كوي.

نړيوال بانك د توكيو په نړيوال كنفرانس كې له افغانستان سره له ژمنه شويو پېسو غواړي شا او خوا پنځه اويا ميليونه ډالره د كرنې او مالدارۍ د ودې لپاره له افغانستان سره مرسته وكړي.

د كرني او اوبولګولو وزير محمداصف رحيمي وايي:

په دغو پېسو به د كرنې د څېړنيز انستيتيوت تخنيكي وړتياوې لوړې كړي او د نباتي ناروغيو سره مبارزه به اغېزناكه شي.

نړيوال بانك غواړي د افغانستان لپاره يو سلو پنځوس تنه د كرنې د مسلكي كدرونو په توګه په خپل لګښت وروزي.

دا كسان به د ماسترۍ تر كچې له روزنې وروسته د كرنې په څېړنيز انستيتيوت كې دنده تر سره كوي.

همدارنګه د فارياب په مركز ميمنه كې د امريكا د پرمختيايي ادارې په مالي لګښت د غلې دانې لپاره ځانګړى ماركېټ جوړ شو. دغه ماركېټ دوه دېرش دوكانونه لري، چې په معياري توګه جوړ شوي دي. په دغه ماركيټ شا او خوا شپږ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.

د ميمنې منډوي شا او خوا پنځوس كاله مخكې جوړه شوې، چې زياتره دوكانونه يې په پخواني او سنتي ډول جوړ شوي دي، خو د غلې دانې لپاره د نوي ماركيټ په جوړېدو سره د دغې منډوي رنګ بدل شوى دى.

Trending

Exit mobile version