تازه خبرونه

نړيوال دې د پروژو څار او اروزنې ته جدي پاملرنه وکړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا عمومي ځانگړى پلټونکى دفتر(سیگار) په خپل نوي راپور کې وایي، د امریکا متحده ایالات او نړيواله ټولنه له ۲۰۰۱م کال راهیسې د افغانستان د بیارغونې پروگرامونه پر مخ وړي او د دې هېواد د عدلي او قضایي سیسټم پراختیا د  دوى د كارونو په سر كې وه.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پلټونکي دفتر په راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت، نورو ادارو او موسسو څخه، چې په افغانستان کې په بېلابېلو پروگرامونو کې مرستې کوي؛ غوښتل شوي، چې د پروژو څار او اروزنې ته باید جدي پاملرنه وکړي.

رپوټ په ډگه كړې، چې د دې هلو ځلو هدف په افغانسنان کې د قانوني حاکمیت پیاوړتيا او د افغانانو لاسرسی عدالت ته دى.

د سيگار رييس جان سوپكو وايي، د قراردادونو لپاره اړتیاوې باید رڼې او څرگندې وې او قراردادیان باید، چې د ارزونو په وخت کې پوښتنو ته ځوابونه ووایي او مسوولیت یې ومني. دوه يم دا، چې د افغانستان د قضایي سیسټم د غړیو روزنه او ارزونه باید چټکه  او له  اړوند  ادارو سره یې راپورونه شریک شي.

سيگار څرگنده كړې، چې له ۲۰۰۵م  کال راهیسې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د قضایي سیستم د پراختیا، د نشه یي موادو د مخنیوي او دغه راز د قاضیانو، څارنوالانو او مدافع وکیلانو پر روزنه لږ ترلږه ۲۲۳ میلون دالر لگولي دي.

سياسي كار پوه احمد سعيدي وايي، چي په افغانستان كې ټولې پيسي د افغان حكومت او نړيوالي تولنې لخوا  حيف و ميل شوي او اوس امريكا په پام كي لري، چي خپلي څېړني د استخباراتو په وسيله تر سره كړي، نه له  ډيپلوماتيكو لارو.

سیگار په ځانگړي توگه د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي، چې د افغانستان د قضایي سیسټم د پراختیا لپاره د اړوند پروگرامونو په اړه دې څارنه او كنترول ډېر او پياوړى كړي.

Trending

Exit mobile version