سیمه ییز خبرونه
نړيوال ځواكونه بايد پر افغانستان د پاكستان د بريدونو مخه ونيسي- استازي
د كونړاو نورستان ولايتونو استازي او د ملي شورى يو شمېر غړي پر افغانستان د پاكستان بريدونه د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې:
په څو ورځو كې پركونړ د پاكستان د پوځ لخوا شاو خوا شپږ سوه توغندي ويشتل شوي دي.
د نورستان او كونړ ولايت استازي وايي، چې:
د وږي په نولسمه او دېرشمه نېټه افغان او بهرنيو ځواكونو پخپلو گډو عملياتو د نورستان په وانټ وايگل ولسوالۍ كې د ښځو او ماشومانو په گډون نولس ولسي وگړي وژلي وه.
په سيمه كې د ملي اردو مسوولين دا ادعا نه مني.
د كونړ او نور ستان د ولايتي شورا او د ملي شورا يو شمېر غړيو د مشرانو جر گي د شكايتونو د اوريدو كميسيون په يوه غونډه كې پر افغانستان د پاكستان د ميزايلو بريدونه وغندل.
دوى وايي، چې:
د بريدونو له پيله د تېرې سه شنبې تر شپې يوازې پر كونړ شپږ سوه توغندې را لويدلي، چې د دوه كسانو پر وژل كېدو او د دوه نورو پر ټپي كېدو سربېره يو سل و پنځوس كورنۍ بيځايه شوي دي.
دغه استازي له نړيوالو ځواكونو غواړي، چې د دغو بريدونو مخه ونيسي.
د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الله مذهبياراو د دغه ولايت د سولې د عالي شورى غړى مولوي شفيع الله شفيع وايي، چې:
كه دا عمليات دوام وكړي؛ نو له افغان دولت سره به د خلكو واټن زيات شي.
په ختيځ كې د ناټو ځواكونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې:
د دغو عملياتو مشري افغان ځواكونو په غاړه درلوده او دوى د ولسي وگړيو د مرگ و ژوبلې په اړه معلومات نلري.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډگروال محمد نعمان هاتفي وايي، چې:
په دغو عملياتو كې وژل شوي كسان ټول وسله وال مخالفين دي.
د بهر نيو ځواكونو په خپلسرو عملياتو كې د ملكي خلكو وژنه هغه ستونزه ده، چې افغان ولسمشر پرې سخت غبر گون ښيي.